د خوست او کورمې مشرانو د امن لپاره ګډه جرګه کړې
![د خوست او کورمې مشرانو د امن لپاره ګډه جرګه کړې](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-bd1f-08dc7e32bc2c_tv_w800_h450.jpg)
د خوست او کورمې قامي مشرانو د امن او په سیمه کې د ځینو ستونزو د هواري لپاره، ډیورند کرښې ته نږدې جرګه کړې ده. دوی وویل چې کله نا کله د دواړو هېوادونو د پوله ساتو تر مینځ جګړې پیښیږي، چې د کرښې یو بل لوري ته پراته قومونه هم زیانمنوي.د خوست او کورمې مشرانو زیاته کړه، جګړه د حل لاره نه ده او دواړه لوري باید خپلې لویې او وړې مسلې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي. جرګه کې د دواړو لورو مشرانو پرېکړه وکړه چې د خبرو اترو او جرګو مرکو بهیر ته به په راتلونکې کې هم دوام ورکوي. ویډیویي رپورټ