علي شمخاني: امریکايي ولسمشر بایډن ناقانونه ایران ګواښي
بایډن خبرداری ورکړ که چېرې اټمي خبرې ناکامې شي نو هغه به نورو انتخابونو ته مخه کړي.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني په خپل ټویټر کې لیکلي: "د ایران پر وړاندې د 'نورو اختیارونو' په کارولو ټینګار ایران ته دا حق ورکوي چي مقابله ځواب ورکولو باندې فکر وکړي."
د جمعې په ورځ د اسراییلو له صدراعظم نفتالي بینیټ سره په خپله لومړۍ ناسته کې جو بایډن ټینګار وکړ چې هغه به په لومړي پړاو کې د ایران د اټمي پروګرام د مخنیوي لپاره ډیپلوماسي و ازمویي، خو که خبرې ناکامې شي، هغه چمتو دی چې په نورو انتخابونو غور وکړي.