د کابل هوایي ډګر خونړۍ حملې؛ لا هم د وژل شویو دقیق شمېر نهدی اعلان شوی
یو شمېر لوېدیځ اژانسونه په دغو حملو کې د لږ تر لږه ۹۵ افغانانو او د ۱۳ امریکایي سرتېرو د وژل کېدو خبره کوي.
امریکایي چارواکو خپل لور ته د ۱۳ سرتېرو د وژلو خبره تأیید کړې او ویلي یې دي چې په دغو حملو کې چې مسؤلیتیې د اسلامي دولت ډلې یا داعش اخیستی، ۱۷ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت او نورو مسؤلو چارواکو تر اوسه د وژل شویو دقیق شمېر نهدی اعلان کړی.
دغهراز لوېدیځ اژانسونو په دغو حملو کې د لږ تر لږه ۱۵ افغانانو د ټپي کېدو راپورونه ورکړي دي.