د افغانستان روباتیک ټیم پنځه غړې مکسیکو ته ورسېدې
د مکسیکو د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې د مکسیکو سیټي په نړیوال هوايي ډګر کې د دې نجونو هرکلی وکړ.
د افغانستان په روباتیک ټیم کې چې خپل فعالیتیې په هرات ولایت کې پیل کړ، یوه ۱۴ کلنه پېغله هم شامله ده.
دا نجونې په تېرو څو کلونو کې د هېواد او نړۍ په کچه ښې وځلېدلې او د روبات جوړولو په څو نړیوالو سیالیو کې یې ښې بریاوې ترلاسه کړې.