د ۲۰۳م تندر قول اردو: پکتیا کې هوايي بریدونو ۵۸ طالبان ووژل
د دې قول اردو ویاند ایمل مومند وایي، تېره شپه یې د پکتیا ولایت په سيدکرم او احمدابا ولسوالیو او د مرکز ګردېز په یو شمېر سیمو کې، پر وسله والو طالبانو هوایي او توپچي بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې ۵۸ وسله وال طالبان ووژل شول او ۲۱ نور یې ټپیان شول.
مومند دغه راز د پکتیا په څنګ لوري لوګر ولایت کې هم تېره شپه د هوایي برید په نتیجه کې د ۴ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ۷ نورو د ټپي کېدو خبره کړې ده.
د هغه په وینا دغه برید د محمداغې ولسوالۍ اړوند د قلعه شفيع او زرګرانو په سيمو کې د وسله والو طالبانو د راغونډېدو پر مرکز شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.