هرات کې د 'الله اکبر' له ویلو د اشرف غني هرکلی او پر طالبانو یې سخت انتقاد
ښاغلی غني زیاتوي: "طالب دې پوه شي چې دا خاوره تل په الله اکبر درېدلې او الله اکبر دوی ته څوک نهورکوي، د دوی کار فتنه دی، فساد دی، وژل دي."
هراتیان ماخوستن مهال د خپلو کورونو بامونو ته پورته شول او د امنیتي ځواکونو په ملاتړ او د طالبانو پر ضد یې شعارونه ورکړل.
دا اعتراض داسې مهال کېږي چې د هرات ښار په څنډو کې له تېرو شااوخوا شپږو ورځو راهیسې د طالبانو او امنیتي ځواکونو جګړه روانه ده.
د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي ازادي راډیو ته وویل چې له دې جګړو ۲۷ مړي او نږدې ۲۰۰ ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.