د بریتانیا صدراعظم او مالیې وزیر د لس ورځو په مخه قرنطین کیږي
د صدراعظم دفتر نن د دې دوو مشرانو د قرنطین اعلان وکړ او د هغه کس هویت یې افشا نه کړ چې کرونا و او له دوی سره یې له نژدې لیدلي و.
د صدراعظم ویاند ویلي دي چې بوریس جانسن به انلاین د وزیرانو په غونډو کې برخه اخلي.
د دې سربیره چې په وروستیو کې په بریتانیا کې د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شوي دي، حکومت اعلان کړی دی چې سر له سبا به د دې وبا په خاطر اکثر لګیدلي بندیزونه لېرې کړي.