د بادغیس والي: پر قلعه نو د طالبانو تازه بریدونه په شا وتمبول شول
هغه رسنیو ته په یوه پیغام کې وویل چې په دې نښتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د طالبانو یو شمېر مړي د پېښې په ځای کې پاتې دي: "تېره شپه د یوه ساعت په مخه یوه نښته رامنځ ته شوه. دغه حمله هم شنډه شوه او طالبانو بیا هم ماتې وخوړه او تلفات هم ورته ورسېدل."
ښاغلي شمس وسله والو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې دقیق شمېر ونه ښود او نه یې هم د افغان ځواکونو لوري ته د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه وویل.
تر دې مخکې قلعه نو په وروستیو درې ورځو کې د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو د سختو نښتو ډګر و.
د بادغیس د روغتون رییس پادشاه خان ناصري ویلي چې په دې نښتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له شپېتو زیات ولسي وګړي ژوبل شوي دي.
د بادغیس چارواکو ویلي چې د دې ولایت ټولې ولسوالۍ تر اوسه د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.