فایزر/ بایو انټیک او موډرنا ته د امریکا خبرداری
په خبرداري کې هغو ډاکټرانو ته چې دغه واکسین خلکو ته لګوي، ویل شوي چې دغه واکسین تر ډېره په ځوانو سړیو کې د ځینو جانبي عوارضو سبب کېږي، لکه د زړه د عضلې او پوښ د پړسوب احتمال.
د امریکا د خوړو او درملو د تنظیم ادارې پرون وویل، د جون له یوولسمې په امریکا کې د دغو عوارضو ۱۲۰۰ پېښې ثبت شوې دي.
دغې ادارې ویلي، د دغو عوارضو ۳۰۹ پېښې تر دېرشو کلونو په کم عمره کسانو کې ثبت شوي چې د دوی په سلو کې ۹۵ کسان په روغتونونو کې تر درملنې وروسته رخصت کړای شوي دي.