د ایران د اټمي تړون د بیا برحاله کېدو لپاره خبرې بیا پیلېږي
مذاکره کوونکي د نړۍ له پیاوړو قدرتونو سره، د ۲۰۱۵میلادي کال د اټمي تړون د بیا برحاله کېدو لپاره خپلې خبرې بیا پیلوي.
دا په داسې حال کې ده چې راپورونه وايي، لا هم پر ګڼو عمده مسایلو اختلافات پرځای پاته دي.
نننۍ خبرې د هغو مذاکرو لړۍ ده چې ایران او د نړۍ شپږ پیاوړي هېوادونه په کې ښکېل دي او له اپرېل میاشتې په ویانا کې روانې دي.
د امریکا متحدو ایالاتونو له اټمي تړونه په ۲۰۱۸میلادي کال کې د وتلو اعلان وکړ او پر ایران یې بېرته بندیزونه ولګول.
د هغه تړون له مخې ایران د اقتصادي بندیزونو کمېدو په بدل کې خپل اټومي پروګرام محدود کړی و.
د روسیې مذاکره کوونکي میخایل اولیانوف خپل یوه ټویټ کې ویلي، د اټمي تړون د بیابرحاله کېدو لپاره ګډ کمیسیون نن بیا سره ګوري.