ستر جنرال بسم الله محمدي د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست شو
د افغانستان د چارو اداره وايي ستر جنرال بسم الله محمدي د اسد الله خالد پرځای، د افغانستان د دفاع وزارت د سرپرست په توګه وګمارل شو.
د چارو ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، د کندز والي عبدالستار میرزکوال، د حیات الله حیات پرځای، د کورنیو چارو وزارت د سرپرست او ښاغلی حیات د کلیو پراختیا وزارت د سرپرست په توګه ګمارل شوی دی.
دا لا نه ده معلومه چې دغه سرپرست وزیران به د باور رایې اخېستو لپاره کله ولسي جرګې ته معرفي کېږي؟
بل خوا ملي راډیو ټلویزیون راپور ورکړی چې ډګر جنرال ولي محمد احمدزی د محمد یاسین ضیا پرځای د لوی درستیز په توګه ټاکل شوی دی.
دا تازه ګمارنې داسې وخت کېږي چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د جګړو شدت زیات شوی دی.