د پاکستان په کرکټ سوپرلیګ کې نجیب ځدران ښه ځلیدلی
یاده لوبه کې لومړی توپوهنه کراچي کېنګز لوبډلې وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۰ منډې وکړې او اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې ته یې د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه.
کله چې اسلام اباد یونایټېډ لوبډله د توپوهنې لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۸،۴ اوورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره یې په ۸ ویکټو کراچي کېنګز لوبډلې ته ماتې ورکړه.