روغتیا وزارت د دوو اونیو قرنطین تمدیدوي
د دې وزارت مرستیال عثمان طاهري ازادي راډیو ته وویل چې د ښوونې دولتي او خصوصي مرکزونه، د لمبا حوضونه او د ودونو تالارونه به بند وي.
د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې تر بل هر وخت د کورونا د وبا د قربانیانو شمیر په څلرویشت ساعتونو کې زیات و او دا شمیره شپږ پنځوسو ته رسیدلې وه.