زلنسکي: د امریکا او روسیې ولسمشرانو له لیدنې مخکې غواړم بایډن سره ووینم
زلنسکي ویلي، دی به له ولسمشر بایډن سره د امریکا پر هغه پرېکړه خبرې وکړي چې د نورد سټریم دوه په نوم د ګازو پر نللیکه یې بندیزونه مستثنی کړي دي.
په پام کې ده، د امریکا او روسیې ولسمشران د جون پر ۱۶مه په ژنیف کې سره وګوري.
د اوکراین ولسمشر زلنسکي د امریکا له اکسیوس خبري وېبسایټ سره په مرکه کې وویل، دی به په هر ممکنه وخت کې له ولسمشر بایډن سره وګوري او دی به وهڅوي چې د دغې نللیکې مخه ونیسي.
ده ویلي دا نللیکه یوه واقعي وسله ده چې دا مهال د روسیې فدراسیون په لاس کې ده.
نورد سټریم دوه نللیکه پر اوکراین د تېرېدو پر ځای له روسیې څخه د بالتیک سمندرګي په تل کې جرمني ته غځېدلې.
اوکراین تر ډېره له خپلې خاورې د ګازو او نورو تېرو شویو نللیکو د ترانزیټ پر فیسونو متکي دی.