د فوټبال ملي ټیم روزونکی: هند موږ ته لوی چلنج دی
د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم روزونکي انوش دستګیر له بنګله دیش سره تر لوبې مخکې وویل چې دغه هېواد ته په درناوي خو د دریم ځای لپاره به اصلي لوبه له هندوستان سره وي.افغانستان د نړیوال جام او اسیايي جام د غوراوي سیالیو په E ګروپ کې له بنګله دیش، عمان او هند سره مخ کیږي.د بنګله دیش په وړاندې نن ماښام لوبه ده چې د قطر په جاسم بن حمد سټډيوم کې ترسره کیږي.افغانستان د اسیايي ملتونو اتلولۍ جام ته د وتلو لپاره باید د هند او بنګله دیش ټیمونه مات او دریم ځای ونیسي