په پاکستان کې کورونا وایرس په تېر يو شواروز کې ۷۴ کسان وژلي
په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ګېنټو کې له کورونا وایرسه ۷۴ کسان مړه شوي دي. په دې سره د کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه د ټولو مړو شوو شمېر شل زره دوه سوه يو پنځوسو (۲۰۲۵۱) ته ورسېد.
د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي ويبپاڼې ترمخه د مې ۲۳مې پورې، په ټول پاکستان کې د کورونا وايرس مثبتو کېسونو شمېر نهه لکه پنځه سوه دوه پنځوسو (۹۰۰۵۵۲) ته رسيدلی دی.
خو له کوويډ-۱۹ ناورغۍ اته لکه ولس زره شپږ سوه يو اتيا (۸۱۷۶۸۱) کسان رغيدلي هم دي. دا وخت په پاکستان کې د کورونا وايرس د فعالو کېسونو شمېر دوه شپته زره شپږ سوه شل (۶۲۶۲۰) ښودل شوی.
په همدې حال کې په پاکستان کې د کورونا وايرس واکسين ورکولو بهير روان ساتلی دی. د منصوبه بندۍ او پرمختیايي چارو وفاقي وزیر اسد عمر د مې پر ۲۱مه پر ټویټر پاڼه ليکلي چې د کورونا وایرس د مخنیوي قامي ادارې په غونډه کې دغه فېصله وشوه چې د مې له ۲۲مې څخه به له ۳۰ کلونو او یا له هغې د پورته عمر کسانو ته د کورونا وایرس واکسین ورکول کېږي.
حکومت پر ولس غږ کړی چې د واکسینو د ترلاسه کولو لپاره دې ځانګړو مرکزونو ته ځانونه ورسوي.