افغانستان کې د کرونا لوړه شمېره؛ تېر شپه او ورځ کې۹۷۷ مثتبې پېښې ثبت شوي
وړاندې د ریکارډ کچه ۹۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علي زي ازادي راډیو ته وویل: "په اختر شپو او ورځو کې د خلکو نه پاملرنې د دې لامل شوې چې د دې ویروس مثبتې پېښې لوړې شي او که افغانان روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي ، دا پېښې نورې هم ډېریدای شي او یو ناورین به رامنځته شي."
ښاغلي علي زي زیاته کړه، په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر له ۷۰ زرو واوښت او د مړو شویو کسانو شمېر ۲۹۰۰ ته ورسېد.