د پکتیا والي: زرمت کې ۱۱ طالبان وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي
د پکتیا والي وايي، د دې ولایت په زرمت ولسوالۍ ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د پکتیا والي محمد حلیم فدایي نن د سې شنبې(د غويي ۲۱مه) په ورځ رسنیو ته وویل، د دې ولایت د زرمت ولسوالۍ په سهاکو سیمه کې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او سراچه ډوله موټر یې له منځه تللی دی.
فدايي زیاته کړه: "په وژل شویو طالبانو کې ماین جوړونکی او د لایرزي وسلې د مسوول تر څنګ د پنځه زره بندیانو په لېست کې له بنده خوشې شوي طالب وسله وال هم شامل دي چې جګړې ته بېرته ګرځیدلي وو."
د پکتیا والي فدایي همدا راز وویل، د زرمت ولسوالۍ په شملزیو او د سیدکرم ولسوالۍ په نري خېلو جومات کې په وسله والو طالبانو خپل ماینونه چاودلي چې په پایله کې یې شپږ وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.