د کورنیو چارو وزارت بغلان کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو ډاډ ورکړ
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې ورځې په جګړو کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي.
ښاغلي ارین د تلفاتو دقیق شمېر ونه ښود، خو زیاته یې کړه چې په دې سیمه کې د طالبانو پرضد د افغان ځواکونو عملیات روان دي: "زموږ ګډ امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې ټولو تروریستانو او طالبانو ته بیاهم سخت ځواب ورکړي، څو دا سیمه له طالبانو په بشپړ ډول پاکه شي."
له دې مخکې افغان چارواکو او طالبانو د بغلان په دهنه غوري، نهرین او د مرکزي بغلان ولسوالیو کې د درنو جګړو خبر ورکړ.
افغان چارواکو وویل چې دې جګړو کې یې شااوخوا سلو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او طالبانو وویل چې په دهنه غوري کې یې د دولتي ځواکونو پنځه قرارګاوې نیولې دي.