دایکنډي کې د والیبال سیالۍ ناصر خسرو لوبدلې وګاټه
د ملي اولمپیک کمېټې د معلوماتو له مخې دغه لوبې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې اووه لوبډلو برخه اخېستې چې د څلورو ورځو لپاره په خپلو کې سیالۍ ورکړې.
د دې لوبې په پایلوبه کې د ناصر خسرو ټیم اتحاد شهرستان ته ۲ د ۱ په مقابل کې ماته ورکړه او اتلولي یې وګټله او د اتحاد شهرستان ټیم دوهم مقام وګاټه.
د سیالۍ په پای کې د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ ادارې له خوا غوره لوبډلو ته کپونه او جایزې ورکړل شوې.