د افغانستان په ښوونځیو کې د ښوونکو کموالي یو ځل بیا ستونزې زېږولي
په کابل او ځینو ولایتونو کې زدهکوونکي شکایت کوي چې په ورځ کې یې یو یا څو درسي ساعتونه د ښوونکو د کمښت له امله له درس پرته ضایع کېږي.
د کابل ښار د رحمان مېنې د نجونو لېسې زدهکوونکې زهرا د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۰۱» ازادي راډیو ته وویل، د دغه ښوونځي زدهکوونکي د تعلیمي کال له پیل نه تر اوسه پورې د ښوونکو له کموالي سره مخ دي.
زهرا وايي: "یوه میاشت کېږي چې درسونه پیل شوي، خو د انګلېسي ښوونکی نهلرو، د ټول ښوونځي نهم ټولګي له دغې ستونزې سره مخ دي، هیله مو ده چې ښوونکي مو پوره شي."
بل زدهکوونکی دین محمد هم له ورته ستونزې شکایت کوي: "څو مضمونونه یو ښوونکی تدریسوي، څوکۍ هم پوره نهدي، ښوونځي کې مو د اوبو ستونزه هم شته."
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، اوس د هېواد په ۱۸،۰۰۰ دولتي ښوونځیو کې ۲۲۰ زره رسمي او زرګونه حقالزحمه يي ښوونکي په تدریس بوخت دي، خو په ځینو ښوونځیو کې ډېری قراردادي ښوونکي چې د دوی په خبره تنخوا نهورکول کېده ، دندې یې پرېښې دي.
عصمتالله مشعل د فیض محمد کاتب د لېسې مخېکنی ښوونکی چې څه باندې ۹،۰۰۰ زدهکوونکي لري، ازادي راډیو ته وویل: "یوه میاشت مو درس ورکړ، خو برخلیک مو روښانه نهشو، ۱۸۶ له تشکیله بهر ښوونکو تصمیم ونیو چې ښوونځی پرېږدي. اوس په هغه ښوونځي کې یوازې ۱۶ ښوونکي پاتې دي."
د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین په ښوونځیو کې د ښوونکي د کموالي ستونزه مني، خو وايي د ۱۴۰۰ کال د بودجې د تصویبېدو د ځنډ له امله دغه ستونزه رامنځته شوه.
نوموړې وايي، ډېر ژر به د مالیې وزارت په مشورې د افغانستان په ښوونځیو کې باالمقطع ښوونکي وګمارل شي.
اغلې ارین زیاتوي: "زموږ همکاران د مالیې له وزارت سره د باالمقطع ښوونکو په اړه بحثونه لري، په لږه موده کې د باالمقطع ښوونکو د جذبولو لړۍ پیل او دغې ستونزې ته به رسېدنه وشي."
په ورته وخت کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د عامه اړیکو مسؤل فهیم رسا وايي، د جمهور رئیس محمد اشرف غني د سپارښتنې له مخې، په تازه ورځو کې د ۱۱ زره ښوونکو د ګمارلو کار پیل شوی چې ۳۰ سلنه بهیې ښځې وې.
ده دا هم وویل چې په تېرو درېیو کلونو کې ۵۱ زره ښوونکي د ازادو سیالیو له لارې استخدام شوي دي.
اوس د افغانستان په ښوونځیو کې کابو ۱۰ ملیونه نجونې او هلکان په زدهکړو بوخت دي.