په پاکستان کې د سنوبورډینګ له لوبو یوه افغان لوبغاړي مډال ګټلى
د سوات په مالم جبه کې د سنوبورډینګ نړیوالې لوبې پرون او وړمه ورځ وشوې چې پکې د پاکستان، افغانستان، فرانسې او بلجیم شاوخوا سلو لوبغاړو برخه اخیستې وه.
د افغانستان د سنوبورډینګ فدراسیون په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې افغان لوبغاړي احمد سروش سروش د دوو رونډونو په ګټلو فاینل کې دویم شو.
د مډالونو د ویش پروګرام هم نن جوړ شوی و.