د ارزګان چارواکي: ګیزاب ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له شتونه پاکه شوه
ارزګان کې چارواکي وايي، د دې ولایت د ګېزاب ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده.
د ارزګان والي چې تازه د ګېزاب ولسوالۍ څخه مرکز ترينکوټ ته راستون شوی وايي، د ګیزاب جګړه کې ۵۰ وسله وال طالبان او دوه سرتيري وژل شوي او ۲۵ وسله وال طالبان ټپیان دي او په همدې جګړه دده په وینا ۱۸ ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
د ارزګان والي محمدعمر شېرزاد زیاتوي: "ګېزاب ولسوالۍ کې زيات شمېر خلک له خپلو مېنو بې ځايه شوي او افغان حکومت به ډېر ژر د دغو بې ځايه شوېو کورنيو سره مرستې وکړي."
وسله والو طالبانو د دغو ادعاوو په اړه لا څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ارزګان ګېزاب ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو له تېرو څو مياشتو راهیسې بريدونو ته زور ورکړی.