د امریکا پر بهرنیو نشراتو د څارسازمان مشر مایکل پک استعفا کړې
د "یو.اېس.اې.جي.ایم" سازمان د ازادې اروپا/ ازادي راډیو او امریکا غږ په ګډون د امریکا په نورو نړیوالو رسنیو د څار دنده لري.
واشنګټن پوسټ، د امریکا عمومي ملي راډیو او واشنګټن اګزماینر رسنیو پر خپلو ټویټرپاڼو دا خبر خپور کړی دی.
پک هم له دندې استعفا کړې، خو تر اوسه ښاغلي بایډن په رسمي ډول نه ده منلې.
مایکل پک په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د امریکا پر رسنیو د څار سازمان مشر وټاکل شو، خو د هغه ګمارنې ته د تېرکال په جون میاشته کې سنا د تایید رایه ورکړه.