د ایټالیا فوټبال؛ یوونتوس ناپولي ته ماته ورکړه
د تېرې شپې په جالبې سیالۍ کې رونالډو په ۴۶مه دقیقه کې او ورپسې موراتا یوونتوس لوبډلې ته ګولونه ووهل.
د ناپولي لوبډلې په ۷۵ پاینالټي امتیاز ترلاسه کړ، خو ونه توانېد چې د یوونتوس په وړاندې کوم ګول ووهي.
دا د یوونتوس لوبدلې د ایټالیا د سوپر جام په سیالیو کې نهمه بریا ده چې ترلاسه کوي یې.