کرکټ؛ افغانستان ایرلینډ ته د ۱۶منډو په توپیر ماته ورکړه
په دې لوبه کې افغانستان د سیالۍ پچه وګټله او لوبه یې پیل کړه چې په ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۷ منډې وکړې او د ۱۸۸ منډو هدف يې مقابلې لوبډلې ته وټاکه.
د افغانستان د پيل یوه لوبغاړي رحمان الله ګربز ۱۲۷ منډې وکړې.
ګربز په نړیواله کچه ۱۶م لوبغاړی شو چې په خپله لومړۍ نړېواله یو ورځېنۍ لوبه کې سلیزه وهي.
په دې سیالیو کې د افغان لوبډلې لپاره جاوېد احمدي هم د دوو شپږیزو او دوو څلوریزو پرمټ ۳۸ منډې جوړې کړې.
د افغانستان او ایرلینډ دواړو کرکټ لوبډلو ترمنځ دوهمه او درېیمه سیالۍ د جنورۍ په ۲۴مه او ۲۶مه نېټه ترسره کېږي.