ډونالد ټرمپ پر کانګرس یرغل او پهکې تاوتریخوالی وغانده
ټرمپ دغه وېډیويي پیغام داسې مهال خپور کړ چې د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي د ټرمپ د استیضاح په اړه له رأی ګیري وروسته چې د دې جرګې ۲۳۲ غړو د ۱۹۷ په مقابل کې مثبتې رایې ورکړې، هغه سند لاسلیک کړ چې ټرمپ د پاڅون په لمسونې تورنوي.
په استازو جرګه کې ډیموکراتان اکثریت دي، ۱۰ جمهوري غوښتونکو هم د ټرمپ د استیضاح په پلوي رایې ورکړي.
ټرمپ په دغه وېډیویي پیغام کې تاوتریخوالی په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې دا هر څه د ده د مفکورې او د دوی د غورځنګ ضد دي او زیاتوي چې د ده هېڅ یو رښتینی ملاتړی سیاسي تاوتریخوالي ته لمن نهوهي.
دا د امریکا په تاریخ کې لومړنی ولسمشر دی چې د واک پر مهال دوه ځله استیضاح کېږي.
اوس به د امریکا په سنا جرګه کې چې د ټرمپ پلویان پهکې اکثریت دي، د ټرمپ د استیضاح لپاره محکمه جوړېږي، خو اټکل دا دی چې سنا به د جنوري تر ۲۰مې یا د ټرمپ د واک تر پای ته رسېدو مخکې د محکمې بهیر پیل نهکړي.