چارواکي: په افغانستان کې د پنبې حاصلات ٢٠ سلنه زیات شوي
په افغانستان کې د پنبې حاصلات ٢٠ سلنه زیات شوي دي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادۍ راډیو ته وویل، چې تېر کال په افغانستان کې د پنبې د تولید کچه ۵۷زره او ۴۵۰ ټنه وه، خو په روان کال کې ۷۳زره او ۱۱۹ ټنو ته رسېدلې ده.
د کرنې وزارت په افغانستان کې پر وخت ورښتونه او مناسبې هوا ترڅنګ، د کرنې وزارت تخنیکي او ترویجي مرستې او سلا مشورې د پنبې د حاصلاتو د زیاتوالي عمده لاملونه ښيي.
د کرنې وزارت دا هم وايي، چې په روان کال کې د هرات، سرپل، کندز، بادغیس، فراه، بلخ، تخار، سمنګان، فاریاب، جوزجان، بغلان، کاپیسا، کندهار او هلمند ولایتونو کې يې د پنبې کروندو ته سلګونه نندارتونونه جوړ کړي، چې د دغه کرنیز محصول د ودې، د کرکېلي د نویو لارو چارو د دودولو او د حاصلاتو د زیاتوالي لامل شوي دي.