چارواکي: هرات کي ۱۷ تنه طالبان وژل شوي
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل: "دغه نښتې هغه مهال پیل شوې چې یو زیات شمېر طالبانو د دې ولسوالۍ پر څو امنیتي پوستو بریدونه وکړل. د څو ساعتونو لپاره نښتې روانې وې. له نېکه مرغه هوایي ځواکونو د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ د طالبانو پر مورچلو بمونه وغورځول چې دښمن تهیې ماتې ورکړه."
د فرهاد په وینا په دغو عملیاتو کې د طالبانو وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.