چارواکي: کندز کې ۴ طالبان خپل جوړ کړي ماین وژلي
په شمال ختیځ زون کې د پامیر ۲۱۷ قول اردو مرستیال ویاند عبدالهادي جمال وایي، څلور طالبان د جمعې په ورځ د (نواباد اندرابي) په کلي کې چې د خاناباد مربوط سیمه ده د ماین د چاودنې پر مهال ووژل شول او دوه تنهیې ټپیان شول.
طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.