په افغانستان کې د قیمتي ډبرو د پروسس مرکز جوړېږي
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د پانګونې اسانتیا لپاره د قانوني اسانتیاوو د چمتو کولو تر څنګ د غیرقانوني استخراج د مخنیوي لپاره په افغانستان کې د قیمتي ډبرو د پروسس د مرکز په جوړولو کار روان دی.
د دې وزارت ویاند ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل،چې وزارت په دې اړه د جیم سټون کمپنۍ له استازو سره خبرې کړي او په نږدې راتلونکي کې به یې کارونه پیل شي.
د جیم سټون کمپنۍ یوه بلجیمي کمپني ده چې کابل ته به راځي او د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پانګوونې په برخه کې به کار وکړي.
وزارت وايي، په دې سره به د هېواد عایدات زیات او سلګونو کسانو ته به د دندو فرصتونه برابر شي.
اوسمهال د افغانستان قیمتي ډبرې د پروسس لپاره بهرنیو هېوادونو ته وړل کېږي.