دفاع وزارت: بادغیس او ننګرهار کې نږدې ۵۰ وسلهوال طالبان ووژل شول
وزارت ویلي، ۲۱ طالبان د بادغیس قادس ولسوالۍ کې سره ټول شوي و چې ټول نن یوه هوایي برید کې لهمنځه ولاړل.
وزارت ادعا کړې چې وژل شویو کې د ملا خیرالله او ملا خالق په نوم دوه ځایي قوماندانان هم شامل دي.
دفاع وزارت په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي چې د ننګرهار په خوګیاڼو او شېرزاد ولسوالۍ کې هم ۲۸ طالبان وژل شوي دي چې شپږ یې پاکستاني اتباع دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.