پاکستان کې د ځمکې ښویېدنې په پېښه کې ۱۰ کسان مړه شوي دي
په دغه میني بس موټر کې ۱۵ کسان نن له راولپنډۍ څخه سکادو سیمې ته روان و، چې د اسلام اباد د شمال په ۲۴۰ کیلومترۍ کې پرته ده.
د پولیسو یوه چارواکي وکیل خان وویل، د ژغورونکو کارکوونکي او محلي رضاکاران د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو لپاره د خاورو او خټو په لیرې کولو بوخت دي.