آذربایجان د دوو اونيو لپاره ټولې ښوونيزې ادارې تړي
دا ګام له هغه وروسته اخیستل کیږي چې دغه هېواد کې د کورونا ویروس ورځنۍ پیښې زیاتې شوي دي.
چارواکو نن وویل چې په پلازمېنه باکو کې به د مترو سیستم فعالیت هم ودریږي.
دغه هېواد کې تر پرونه پورې د کورونا د مثبتو پیښو شمېر څه باندې ۴۳ زرو ته رسیدلی و.