د ارمنستان او اذرباییجان ځواکونو پر یو بل ډزو ته دوام ورکړی
دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالو له دواړو لوریو د روسیې په منځګړیتوب د منل شوي بشري اوربند د رعایتولو غوښتنه کړې ده.
د اذرباییجان دفاع وزارت نن وویل، چې د جګړې په ساحه کې وضعیت تېره شپه ډېر خراب و او د ارمنستان ځواکونه یې تورن کړي، چې نن سهار یې پر تارتار ساحه توپونه ویشتلي دي.
خو د ارمنستان دفاع وزارت چې دا تور ردوي پر اذرباییجان تور لګوي، چې د لومړۍ کرښې پر څو ساحو یې د توپونو او توغندیو ډزې کړې دي.
دواړه لوري یو او بل د اوربند له هغې موافقې په سرغړونه تورنوي، چې تېره شنبه په مسکو کې ورباندې موافقه وشوه.
دغه موافقه له دواړو لوریو غواړي چې بندیان او د دوو اوونیو په جګړه کې د وژل شویو مړي تبادله کړي.