د نجونو د فوټبال لیګ؛ د هرات لوبډلې د بامیانو ټیم ته ماته ورکړه
فوټبال فدراسیون ویلي چې د دغې سیالۍ درې واړه ګولونه د هرات د ټیم تکړه لوبغاړې فاطمې حیدري ووهل. سبا دغه لیګ کې د کابل او بلخ ټیمونه مخامخ کېږي.
بل لور ته نن د فوټبال غوره لیګ سیالیو په لړ کې سیمرغ البرز د شاهین اسمایي په وړاندې لوبه کوي.
دغه لیګ د سپټمبر په ۲۴مه کابل کې پیل شوی چې سپین غر بازان او طوفان هریرود لوبډلې نیمه پایلوبې ته تللې دي.