عبدالله له هندي چارواکو سره د سولې په اړه خبرې کوي
د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د حکومت د یوه هیئت په مشرۍ په څلور ورځني سفر هندوستان ته روان شو.
د دې شورا د رهبرۍ غړې فریدې مومند له کابله تر روانېدو مخکې رسنیو ته وویل: "موږ به په دې سفر کې هڅه وکړو چې د هندوستان له عالي رتبه چارواکو، د پارلمان له غړو او نورو مقاماتو سره هم چې د سولې په پروسه کې اغېزناک وي وګورو، ځانګړې ناستې به هم وي، غټې ناستې هم."
ښاغلی عبدالله به په هندوستان کې د دې هېواد له صدراعظم نرېندرا مودي او ځینو نورو لوړپوړو چارواکو سره وویني.
ښاغلي عبدالله تېره اوونۍ په درې ورځني سفر پاکستان ته هم تللی و او هلتهیې د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره کتنې د افغانستان د سولې لپاره اغېزناکې بللې وې.