د هندوستان غوره لیګ د اداري فساد د هڅې پر ادعاوو پلټنې پیل کړي
د هندوستان د غوره لیګ (IPL) سیالیو مسؤلان وايي دوی د اداري فساد د هڅې پر ادعاوو پلټنې پیل کړې دي.
د دغه لیګ د سږنیو سیالیو د یوه لوبغاړي تر راپور ورکولو وروسته د اداري فساد د هڅې په اړه څېړنې پیل شوې دي.
د روېټرز اژانس په حواله، د هندوستان د کرکټ بورډ د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د برخې مشر اجیت سېنګهـ بې له دې چې د اداري فساد د عامل او د لوبغاړي د هویت په اړه جزئیات ورکړي، په یوه لیکلي پیغام کې وویل: "د هند د غوره لیګ دغه لوبغاړي راپور ورکړی چې تماس ورسره نیول شوی و، څو اداري فساد وکړي، موږ دا موضوع څېړو."
په نړیواله سطحه د کرکټ لوبغاړي مجبوره دي چې د اداري فساد په هدف د دغسې تماسونو د هڅو او د دغو تماسونو د پاتې راتلو د پېښو راپورونه ورکړي، کنه دا کار د بندیزونو سبب کېږي.
تېر کال د بنګلهدېش د کرکټ ټیم کپټان شکېبالحسن وروسته له هغې د کرکټ له هر ډول لوبو د کرکټ نړیوالې شورا له دوه کلن بندیز سره مخامخ شو چې د اداري فساد د دغسې قضیو په اړه په راپور ورکولو نهو بریالی شوی.
د هندوستان غوره لیګ یا (IPL) په ۲۰۱۳م کال کې وروسته له هغې ټکان وخوړ چې په غیر قانوني ډول پر لوبو د شرط تړلو موضوعیې رسوا شوه او دا مسئله د دې سبب شوه چې د چینای او راجستان ټیمونو د مسابقو امتیاز د دوو کلونو لپاره وځنډول شي.
د هندوستان په غوره لیګ یا (IPL) کې چې تجارتي لوبې دي او سږ کالیې ۱۳م کال دی، اته ټیمونه برخه لري، چې د هندي لوبغاړو ترڅنګ په هر ټیم کې د نړۍ د نورو هېوادونو مشهور لوبغاړي هم شته.
سږ کال د هندوستان د غوره لیګ مسابقې چې په پام کې وه په مارچ میاشت په هندوستان کې وشي، د کرونا وبا له کبله د متحده عرب اماراتو په دوبۍ، ابوظبي او شارجه کې روانې دي او د کرونا وبا له کبله د لوبغاړو تګ راتګ په دقت څارل کېږي.
د هندوستان د کرکټ په غوره لیګ سیالیو کې د افغانستان درې لوبغاړي محمد نبي، راشد خان او مجیبالرحمن هم شامل دي چې نبي او راشد د سنرایزرس حیدراباد او مجیب د کنګز الېون پنجاب په ټیم کې دي.
سږ کال دا مسابقې چې خورا زیات کتونکي او مینهوال لري، په داسې میدانونو او سټډیومونو کې کېږي چې له نندارچیانو تش دي. خلکیې پر ټلوېزیونونو یا هم انلاین بڼه ګوري.