بلاروس کې د سیاسي زندانیانو په ملاتړ له مظاهرو ۱۰ تنه نیول شوي
په بلاروس کې پولیسو داسې مهال ۱۰ تنه نیولي چې نن یکشنبه هلته د سیاسي زندانیانو په ملاتړ مظاهره وشوه.
هلته له اتو اوونیو راهیسې د الکساندر لوکاشینکا پر ضد اعتراضونه دوام لري او مظاهرهچیان د ده استعفا غواړي.
معمولاً د یکشنبې په ورځو ګڼ خلک مظاهرو کې برخه اخلي.
د تېرې اوونۍ د شنبې او یکشنبې په ورځو مظاهره کې شااوخوا یو لک کسانو ګډون کړی و چې له دې ډلې ۳۵۰ تنه د پولیسو لهخوا ونیول شول.
د مظاهرو له پيله تر اوسه یو شمېر کسان وژل شوي، سلګونه ټپیان او څه باندې ۱۰ زره نیول شوي دي.
د لوکاشینکا سیاسي مخالفې سویتلانا تیخانوفسکایا چې جلا وطنه ده او انتخاباتو کې د بریا ادعا کوي ویلي، د کابینې جوړولیې پیل کړي دي.
تیخانوفسکایا ویلي، نهیوازې دا چې د لوکاشینکا نظام مشروع نهدی، بلکې دوی د هېواد چارې هم مخته نهشي وړی.