چارواکي: کندز کې د نښتو پرمهال ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي
د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي نن آزادۍ راډیو ته وویل، طالبانو ته دا مرګ ژوبله تېره شپه هغه مهال واوښته چې د کندز ښار په اړونده شینوارو سیمه کې یې د ملي پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ.
نوموړي همداراز وویل چې د طالبانو په برید کې ۵ پولیس هم وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو ویلي چې په دې برید کې یې اوه دولتي سرتېري وژلي او څور نور یې تپیان کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې زیاتوي چې د نښتې پرمهال د یوې نژدې پوستې ۵ سرتېري هم وژل شوي دي.