مجروح: د روغتیا وزارت سرپرست له خپلو صلاحیتونو ناوړه استفاده کوي
د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح د یاد وزارت سرپرست له صلاحیتونو په ناوړه استفادې تورنوي.د افغانستان بازرس ادارې د وحید مجروح او درې پخواني مرستیالان او د عامې روغتیا پخوانی وزیر فېروزالدین فېروز د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.
راتب نوري له وحید مجروح سره مرکه کړې.