د نړۍ د لومړنۍ اټومي حملې ۷۵ کالیزه
نن د جاپان په هیروشیما باندې د امریکا متحده ایالتونو له خوا د اټومي برید ۷۵ کالیزه ده. د ۱۹۴۵ کال د اګست د شپږمې دغه برید جاپان تسلیمیدو ته اړ کړ او دویمه نړیواله جګړه هم ورسره پای ته ورسېده.
خلکو نن د هیروشیما د برید د قربانیانو په یاد څو شېبې چوپتیا غوره کړه.