ترکیه کې د کرونا ویروس له کبله د کوچیانو مسابقې وځنډول شوې
ټاکل شوې وه چې دا سیالۍ د سږ کال په مني کې د ترکیې په بورسا ښار کې وشي.
په ترکیه کې د کوچیانیو لوبو د نړیوال فدراسیون رئیس بلال اردوغان پرون (پنجشنبه) وویل، دا پرېکړه د ترکیې د بهرنیو چارو، ځوانانو او سپورټ او همداراز د روغتیا وزارت په مشوره د دې لپاره وشوه چې د کرونا ویروس د پېښو مخه ونیول شي.
د نړۍ د کوچیانو مسابقې لومړی پلا په ۲۰۱۴ م کال په قرغزستان کې پیل شوې.
په کوچیانۍ مسابقو کې اس ځغاسته، څانګه، غشي ویشتل، خوا نیول او یو شمېر نورې لوبې شاملې دي.
په دې سیالیو کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترڅنګ افغانستان، منګولیا، فيلیپین، ترکیه، روسیه او حتی د امریکا لوبډلې او لوبغاړي ګډون کوي.