امنیتي چارواکي: د بلخ په چاربولک کې ۲ طالبان وژل شوي
۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې چې نن سهار خپور شو وايي چې د وسلهوالو طالبانو یوې لویې ډلې تېره شپه ناوخته د چاربولک ولسوالۍ د بر تیمورک سیمې پر پوستې حمله وکړه خو افغان ځواکونو شنډه کړه.
په بیان کې یادونه شوې چې په دې جګړه کې افغان ځواکونو ته زیان نهدی اوښتی.