دایکنډي کې پر بزګرانو د زعفرانو نږدې ٢٠ ټنه پیاز ووېشل شول
د دایکنډي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس سید عبدالواحد فیروزي نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې پر بزګرانو د زعفرانو د پیازو د وېشلو موخه د زعفرانو کرکېلې ترويج او د بزګرانو د اقتصادي حالت ښهوالی وباله او ويېویل چې پر بزګرانو د زعفرانو د څه نا څه ٢٠ ټنه پیازو په وېش سره، د دغه ولایت په میرامور، شهرستان، نیلي، پاتو، خدیر او کیتي ولسوالیو کې د زعفرانو ۳۹ نمایشي کروندې جوړېږي.
نوموړي وویل چې په هره نمایشي کرونده کې د زعفرانو ٥٠٠ کیلوګرامه پیاز کرل کېږي.
د ښاغلي فېروزي په خبره چې زعفرانو دغه پیاز د څه نا څه څلورو ميلیونو افغانیو په لګښت په هرات کې برابر شوي دي.
د دایکنډي د کرنې رئیس زیاته کړه چې د زعفرانو د پیازو د وېشلو ترڅنګ، څو ډوله زراعتي توکي چې د زعفرانو تقویتي سره، د کرنې درمل او د زعفرانو ګل د راټولولو وسایل پهکې شامل دي هم پر بزګرانو وېشل کېږي.