پاکستاني چارواکي: بلوچستان کې ۷ پوځیان وژل شوي
په بلوچستان کې پر پاکستانيو پوځیانو بمي چاودنه او برید ایران پولې ته نږدې د بلوچستان صوبې په کیچ او مچ نومي سیمو کې شوي دي.
د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې د سې شنبې په ورځ په دې اړه په یوې خبرپاڼه کې ویلي: "بېګاه ناوخته د بلوچستان د پیر غایب په مچ سیمه کې د پاکستان پوځیانو د ملېشه ځواک پر موټر د سړک غاړې بم چاودنه شوې، چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۶ پوځیان وژل شوي دي."
خبر پاڼه کې کاږي، د پوځیانو پر موټر دا چاودنه هغه مهال شوې، چې دغه موټر له یوه پوځي کیمپ څخه د ګزمې لپاره وته.
د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې همدا راز ویلي، په بلوچستان په کیچ کې بیا له وسله والو سره د نښتې پر مهال د پاکستاني پوځ ۱ سرتېری وژل شوی دی.
دا په روانه میاشت کې په بلوچستان کې پر پاکستانیو ځواکونو ۲ خونړی برید دی.
تر دې مخکې د روانې میاشت په ۸ مه نېټه ایران پولې ته نږدې د بلوچستان په کیچ سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر بمي چاودنې لږ تر لږه ۶ پاکستاني سرتېري وژلي وو.
د پوځي چارواکو د معلوماتو له مخې، د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه پر پاکستاني ځواکونو تر دغه برید وروسته د ایراني پوځ له مشر سره ټېلېفوني خبرې کړې وې او پر خپلو ځواکونو د بریدونو له امله یې ورته اندېښنه ښودلې وه.
د یادونې وړ ده، چې تر دې دمه لا په بلوچستان کې پر پاکستانیو ځواکونو د نویو بریدونو مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.