د پکتیا ولایتي شورا او مدني فعالان: په ځینو سیمو کې د چرسو کر پیل شوی
د پکتیا د ولایتي شورا غړي او یو شمېر مدني فعالان وایي، چې د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د چرسو کر بیا پیل شوی او په ولایتي اداره غږ کوي، چې د دې توکو د کرنې مخه ونیسي.
په پکتیا کې یو شمېر مدني فعالان وایي، په دې ولایت کې د واورو له ختمېدا او د هوا له ګرمېدو سره سم د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د نشه یي توکو کر پیل شوی.
د لویې پکتیا د فرهنګي ټولنې مشر سید جمال الدین اصف خېل له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د نشه یي توکو په وړاندې په مبارزه کې ولایتي اداره پاتې راغلې.
د هغه په وینا د ځینو ولسوالیو په یو شمېر سیمو کې په داسې مهال د نشه یي توکو کر پیل شوی، چې وسله والو طالبانو د دې ولایت په ځینو سیمو کې خلکو ته د چرسو د نه کرلو خبر ورکړی.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې دا خبر تایید کړي.
د پکتیا ولایتي شورا غړی تاج محمد منګل وایي، چې اړونده مسولین دې مخکې له دې چې بوټي حاصل ته ورسېږي، له کرلو وړاندې یې، باید مخنیوی وکړي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډيو ته وویل چې تر ډېره یې د نشه یي توکو د کر او قاچاق مخه نیولې او د بزګرانو لپاره یې ګڼې بدیلې پروژې تر کار لاندې نیولي.
د پکتیا سیمه ییز او امنیتي چارواکي په داسې مهال د بزګرانو لپاره د بدیلو پروژو خبره کوي، چې د دې ولایت د ولایتي شورا د غړو په وینا د پکتیا په ځاځي اریوب، احمدابا، احمدخېل، مېرزاکه او د سید کرم ولسوالیو په یو شمېر سیمو کې چرس کرل کېږي او بیا نورو ولایتونو ته قاچاق کېږي.