دفاع وزارت: طالبان پر افغان ځواکونو هره ورځ ۱۰ حملې کوي
د تخار او ارزګان ولایتونو سیمهییزو چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۳۱ افغان پوځیان په دې ولایتونو کې له طالبانو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
دغهراز د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون غړي ابرارالله مراد ازادي راډیو ته وویل که طالبان حملې نهکموي، نو حکومت دې هم باید ورته ځواب ورکړي.
په عین حال کې د پوځي چارو پوه جاوېد کوهستانی وایي چې که مقابل لوری د سولې شوې هوکړه ماتوي، نو د حکومت له لوري د دفاعي حالت غوره کول مناسب کار نهدی او په دا ډول وضعیت کې امریکا باید غلې پاتې نهشي او د طالبانو له لوري د سولې د تړون ماتول له پامه ونهغورځوي.
په ورته وخت کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د یکشنبې په ورځ په یوه تازه خپور شوي راپور کې د ملکي تلفاتو له امله هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي دي چې په تېره یوه اوونۍ کې په افغانستان کې په نښتو کې ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.