صالح: د امریکا مرسته به د غیر دولتي ادارو له طریقه نهمصرفېږي
امرالله صالح نن پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل: "د امریکا د بهرنیو چارو له وزارته د دوی د مرستې لپاره مننه کوو. موږ منندوی او هیلهمن یو چې دا مرسته به د این جي اوګانو له لارې نهمصرفېږي. هغوی بهیې ۶۰ فیصده پر موبل پېرلو، غونډو، څېړنو او د سلاکارۍ پر فیس خرڅې کړي."
دا وروسته له هغه چې د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ادارې د اپرېل په ۱۶مه نېټه د تېرې پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې له افغانستان سره د کرونا ویروس پر وړاندې په مبارزه کې د ۱۸ میلیونه ډالرو مرسته کوي.