د المپیک د پلان شویو نړیوالو لوبو لپاره نوې نېټه ټاکل کېږي
د جاپاني رسنو د راپور له مخې تنظیموونکي پردې غور کوي چې دا لوبې له ټاکلې نېټې څخه په یوه کال ځنډ راتلونکی کال ترسره کړي.
په دې راپور کې چې نن خپور شو، راغلي، د توکیو لوبې چې تېره اوونۍ د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله وځنډول شوې ښايي د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۲۳مه پیل او د پای مراسم یې د اګست په اتمه ترسره شي.
د سږنیو لوبو لپاره پلان دا و، چې د جولای په ۲۴مه پیل شي او د اګست تر ۹مې پورې دوام وکړي.
د معاصر المپیک په ۱۲۴ کلن تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د دې لوبو نېټه د یوې ساري ناروغۍ له کبله بدلېږي خو دا لوبې د جګړو له کبله کله ناکله ځنډېدلي چې یو مثال یې په ۱۹۴۰ کال د توکیو د المپیک ځنډېدل و.